د جمهور خبري آژانس مرکز 16 اسد 1399 ساعت 12:34 http://jomhornews.com/ps/news/130270/ -------------------------------------------------- سرليک : نیمروز کې چاودنې ۷ تنه وژلي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې نیمروز ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې نیمروز ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون چهارشنبې د زمري ۱۵ مه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د د نیمروز ولایت مطبوعاتي مسوول بهرام خېل وايي، د ملکي وګړو ټونس موتر له یوې سیمې بلې ته روان و، چې د سړک د غاړې ماین پرې چاودنه کړې. نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی. د بهرام خېل وايي، ماین د وسله والو طالبانو له لوري اېښودل شوی وو خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:نیمروز