د جمهور خبري آژانس مرکز 26 جوزا 1398 ساعت 10:23 http://jomhornews.com/ps/news/117374/ -------------------------------------------------- سرليک : ولسمشر غني انګلستان ته ولاړ -------------------------------------------------- افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د انګلستان پلازمنې لندن ته ولاړ. متن - منځ : افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د انګلستان پلازمنې لندن ته ولاړ. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني او ورسره پلاوي نن یکشنبې د غبرګولي ۲۶ مه سهار کابل د لندن د سفر په موخه پرېښود. ارګ وايي، ولسمشر به د دغه سفر په ترڅ کې د انګلستان د چارواکو سره د لیدنې تر څنګ د افغانستان او انګلستان تر منځ د کرکټ سیالي هم له نېږدې وګوري. دغه سیا د انګلستان په منچسټر ښار کې تر سره کېږي، چې افغانستان به له خپلې سیالې انګلیس لوبډلې سره د نړیوال جام یوه ورځنۍ لوبه تر سره کړي. که څه هم ارګ د ولسمشر د سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویل کېږي، ښاغلی غنی به د انګلستان له لومړۍ وزیرې او د کابینې له هغه وزیرانو سره وګوري، چې د افغانستان په مسایلو کې ښکېل دي. جمهورخبري آژانس:کابل