د جمهور خبري آژانس مرکز 22 حوت 1397 ساعت 12:38 http://jomhornews.com/ps/news/114412/ -------------------------------------------------- سرليک : حکومت د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه هواروي -------------------------------------------------- د سوداګرۍ او صعنت وزارت وايي، افغان حکومت هڅه کوي، چې د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه هواره کړي. متن - منځ : د سوداګرۍ او صعنت وزارت وايي، افغان حکومت هڅه کوي، چې د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه هواره کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په همدې اړه تېره ورځ سه شنبې د کب ۲۱ مه کابل کې یوه غونډه هم جوړه شوې وه. سرچینه زیاتوي په دغه غونډه کې د هېواد صنعتکارانو و ویل، چې صنعتي پارکونه یوازې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري. د دوی په وینا صنعتکاران د همدې برېښنا د نه شتون له امله دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او کارونه یې نېږدې په ټپه ولاړ دي. په خبرپانه کې ویل شوي د صنعت کاروانو سره تر غونډې وروسته د وزارت له خوا د یوې تخنیکي کمېټې په جوړولو ژمنه وشوه، چې باید د دوی دغه ستونزه هواره کړي. د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه کمېټه به د برېښنا ستونزې د هواري لپاره یوه منظمه طرحه جوړوي او وروسته به عملي کېږي. جمهورخبري آژانس:کابل