د جمهور خبري آژانس مرکز 30 سرطان 1398 ساعت 9:34 http://jomhornews.com/ps/news/118517/ -------------------------------------------------- سرليک : فاریاب کې د طالبانو پر یوه لویه غونډه هوايي برید شوی -------------------------------------------------- ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه هوايي برید کړی او درنه مرګ زوبله یې ورته اړولې ده. متن - منځ : ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه هوايي برید کړی او درنه مرګ زوبله یې ورته اړولې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک پرون ماښام د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې د طالبانو په غونډه برید کړی. سرچینه زیاتوي، چې د A29 الوتکو په دغه برید کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي. خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل