پایگاه خبرگزاری جمهور 9 سنبله 1396 ساعت 11:50 http://jomhornews.com/fa/news/97572/ -------------------------------------------------- عنوان : محمد یعقوب حیدري د کابل والي وټاکل شو -------------------------------------------------- د سیمه ییزه ارګانونو خپلواک اداره وايي، د دوی په وړاندیز محمد یعقوب حیدري د کابل د والي په توګه وټاکل شو. متن : د سیمه ییزه ارګانونو خپلواک اداره وايي، د دوی په وړاندیز محمد یعقوب حیدري د کابل د والي په توګه وټاکل شو. د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حیدري د ولسمشر په منظورۍ د کابل د والي په توګه ټاکل شوی. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې محمد یعقوب حیدري تر ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او د حکومتولۍ په چارو کې کافي تجربه او وړتیا لري. باید و ویل شي، چې محمد یعقوب حیدري د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. تر وړاندې حامد اکرام د کابل والی و، چې د خبرپانې په وینا تقاعده ورکړل شو. جمهورآژانس:کابل