د جمهور خبري آژانس مرکز 22 ثور 1398 ساعت 11:18 http://jomhornews.com/ps/news/116321/ -------------------------------------------------- سرليک : کندهار، اروزګان او ننګرهار کې ۴۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې -------------------------------------------------- ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په جلا جلا خبرپاڼو کې په کندهارو، اروزګان او هلمند ولایت کې د ۴۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. متن - منځ : ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په جلا جلا خبرپاڼو کې په کندهارو، اروزګان او هلمند ولایت کې د ۴۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د غوايي ۲۲ مه په خبرپاڼه کې وايي، افغان پوځیانو د اروزګان په مرکز ترینکوټ اړوند سیمو کې عملیات کړي. خبرپانه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او د هغوی د ماین جوړولو یوه فابریکه هم له منځه وړل شوې ده. سرچینه زیاتوی، چې د عملیاتو پر مهال د طالبانو درې میله کلاشنکوف، ۲ میله اېم ۱۶، یو موټی راکټ، ۲ پایې مخابرې، ۲۷ عدده د ماین پلېټونه او ۱۷ کړۍ ماینونه هم د افغان پوځیانو لاس ته ورغلي دي. بل خوا کورنیو چارو وزارت هم نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پولیسو او طالبانو تر منځ د کندهار د معروف ولسوالۍ په نادر خان کلي کې جګړه شوې ده. خبرپاڼه وايي، په دغه جګړه کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي، ۹ تنه ټپیان خو افغان پولیسو ته په کې هېڅ ډول زیان نه دی اوښتي. دغه راز کورنیو چارو وزارت وايي ملي پولیسو تېره شپه د ننګرهار په بټي کوټ او د کندوز په چهار درې ولسوالیو کې څلور تنه وسله وال نیول شوي دي. کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، له یادو کسانو له یادو کسانو یو میل کلاشینکوف، نهه ډزه د راکټ انداز ګولۍ، درې کړۍ ماینونه، دوه صندوقه د پيکا ګولۍ، ۲۰۰ ډزه د کلاشیکوف ګولۍ، یو ثوب پرتله او درې عدده شاجورونه د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلې دي. طالبانو د درې واړه پېښېو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل