د جمهور خبري آژانس مرکز 18 میزان 1400 ساعت 14:47 http://jomhornews.com/ps/news/143420/ -------------------------------------------------- سرليک : د الکترونکي پېژندپاڼو وېشل به د پخوا په څېر پیل شي -------------------------------------------------- د افغانستان د اسلامي امارت کابینې پرېکړه کړې، چې د پخوا په څېر به د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش بهیر پیل شي. متن - منځ : د افغانستان د اسلامي امارت کابینې پرېکړه کړې، چې د پخوا په څېر به د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش بهیر پیل شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابینې د پرېکړې له مخې به د احصایې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ د پېژند پاڼو ویشلو بهیر دوام ومومي. په همدې توګه به برېښنایي پېژندپاڼې د افغانستان اسلامي جمهوریت تر نامه لاندې و ویشل شي. واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د نورو ادارو په څېر د الکترونیکي پېژندپاڼو د ویشلو بهیر هم ودرېد خو اوس یې بېرته د پخوا په څېر د ویش بهیر پیلولو خبر ورکړل شوی دی. د یادونې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت څو ورځې وړاندې د پاسپورټ د وېش لړۍ هم په پخواني شکل بېرته پیل کړه او ټول کارکوونکي یې ادارې ته وغوښتل. جمهورخبري آژانس:کابل