د جمهور خبري آژانس مرکز 2 میزان 1399 ساعت 8:13 http://jomhornews.com/ps/news/131829/ -------------------------------------------------- سرليک : غزني کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۷ پولیس وژلي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې پولیسو پر رنجر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ماین چاودنه شوې ده. متن - منځ : سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې پولیسو پر رنجر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ماین چاودنه شوې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون سه شنبې د تلې اوله د غزني د مرکز اړوند د روضې کوتل په سیمه کې د پولیسو په رنجر موتر شوې ده. د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت وايي، چاودنه مازیګر شاوخوا څلور بجې شوې، چې له امله یې څلور پولیس وژل شوي دي. خو په ورته وخت کې د غزني د ملکي روغتون چارواکي وايي، د پېښې له ځایه دوی ته ۷ مړي وروړل شوي، چې ټول نظامیان دي. تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:غزني