د جمهور خبري آژانس مرکز 23 حوت 1399 ساعت 14:10 http://jomhornews.com/ps/news/137274/ -------------------------------------------------- سرليک : د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان خبرې کړې -------------------------------------------------- د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان په ګډون په نړیوالو موضوعاتو خبرې کړې دي. متن - منځ : د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان په ګډون په نړیوالو موضوعاتو خبرې کړې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټوېټر پانه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي سره یې د افغانستان، برما او ایتوپیا په اړه ګټور خبرې کړې دي. نوموړي له ملګرو ملتونو سره په نړۍ کې د شخړو په پای ته رسولو کې د ملګرتیا هرکلی کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، خوښ دی چې له ملګرو ملتونو سره د دې او په نړۍ کې د نورو شخړو د ختمولو لپاره په ګډه کار کوي. انتوني بلینکن یو ځل بیا د افغان جګړې په ګډون په ټوله نړۍ کې د شخړو پر ختمولو ټینګار کړی دی. دا چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه لیدنه کې څه ویلي، په اړه یې جزیات نشته دي. جمهورخبري آژانس:کابل