د جمهور خبري آژانس مرکز 22 ثور 1399 ساعت 17:41 http://jomhornews.com/ps/news/127770/ -------------------------------------------------- سرليک : ملي امنیت د داعش د جنوبي اسیا د څانګې مشر ابو عمر خراساني نیولی -------------------------------------------------- ملي امنیت او پولیسو په ګډو عملیاتو کې د جنوبي او ختیځې اسیا لپاره د داعش ډلې رهبر، دغه ډلې د عامه اړیکو مسوول او استخباراتي مشر نیولي دي. متن - منځ : ملي امنیت او پولیسو په ګډو عملیاتو کې د جنوبي او ختیځې اسیا لپاره د داعش ډلې رهبر، دغه ډلې د عامه اړیکو مسوول او استخباراتي مشر نیولي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت په ګډه اعلامیه کې، چې نن دوشنبې د غوايي ۲۲مه خپره شوې راغلي، چې دغه داعش مشران د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي افغان ځواکونو د داعش د څلورو لوړ پوړو غړو، چې دا مهال بندیان دي، د معلوماتو پر اساس د داعش پر نورو غړو دغه عملیات تر سره کړي دي. سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د جنوبي او ختیځې آسیا لپاره د داعش ډلې مشر ضیاالحق مشهور په شیخ ابو عمر الخراساني، د یادې سیمې لپاره د داعش د عامه اړیکو مسوول صهیب او د جنوبي او ختیځې اسیا لپاره د داعش استخباراتي مسوول ابو علي نیول شوي دي. ملي امنیت دا نه دي ویلي، چې دا کسان چېرته او کله نیول شوي او نه یې هم د هغوی هویت په ډاګه کړی. د یادونې ده، چې ملي امنیت څه موده وړاندې په کندهار ولایت کې د داعش د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي، له ۱۹ نورو مهم کسانو سره یو ځای ونیوه. تر دې وروسته یې د خرسان څانګې لپاره د داعش استخباراتي مسوول هم ونیوله. جمهورخبري آژانس:کابل