د جمهور خبري آژانس مرکز 29 سرطان 1399 ساعت 8:12 http://jomhornews.com/ps/news/129679/ -------------------------------------------------- سرليک : بلوچستان کې یو پخوانی لوړ پوړی طالب چارواکی تښتول شوی دی -------------------------------------------------- راپورونه وايي، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د پوځي محکمو ريیس سیدعبدالرحمان اغا د بلوچستان ایالت د کوټې له کُچلاغه بې درکه شوی دی. متن - منځ : راپورونه وايي، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د پوځي محکمو ريیس سیدعبدالرحمان اغا د بلوچستان ایالت د کوټې له کُچلاغه بې درکه شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې په کوټه کې د عبدالرحمان اغا نژدې خپلوانو ویلي، نوموړی په اصل کې د بلوچستان د پښین له سیدانو څخه دی او ملاعمر ته ډېر نژدې کس و. دوی وايي، کله چې په ۱۹۹۳ م کال ملاعمر له پاکستان څخه سپین بولدک ته داخلېدو، عبدالرحمان اغا یې ساتونکی یا باډي ګارډ و. عبدالرحمان اغا د طالبانو د واکمنۍ په مهال نه یوازې د نظامي محکمو ريیس و بلکې د طالبانو په منځ کې یو منلی او اغېزمن چارواکی و. په ورته وخت کې په کوټه کې د طالبانو سرچینې ویلي، سیدعبدالرحمان اغا د طالبانو په غوښتنه د پاکستان استخباراتو لس ورځې وړاندې له خپله کوره ایستلی او نامعلوم لوري ته یې بېولی دی. داسې ادعاوې هم شوي چې سیدعبدالرحمان اغا د طالبانو له یو لړ کړنو سره مخالف و او طالب مشرانو ته یې څو ځلې ویلي چې د پاکستان پر سپارښتنو باور ونه کړي او د نوموړي دا ډول څرګندونې سبب شوي چې پاکستاني استخبارات یې ونیسي. خو وسله والو طالبانو په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل