د جمهور خبري آژانس مرکز 26 میزان 1400 ساعت 8:39 http://jomhornews.com/ps/news/143673/ -------------------------------------------------- سرليک : ایران د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی -------------------------------------------------- د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د افغانستان لپاره خپل نوی ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي ټاکلی دی. متن - منځ : د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د افغانستان لپاره خپل نوی ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي ټاکلی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي رییسي ویلي، قمي یې په افغانستان کې د ثبات او امنیت د راتګ او له دغه هېواد سره د همکارۍ لپاره یې خپل نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی. د ایران ولسمشر وايي، حسن کاظمي به د ایران په استازیتوب له افغان چارواکو سره د امنیت او سولې د راتګ په برخه کې همکارۍ کوي. رییسي زیاته کړې، چې په افغانستان کې وروستیو بوږنوونکو امنیتي پېښو اندېښنې ډېرې کړې دي او د دغه هېواد د نویو حاکمانو دنده ده چې د ملت امنیت تامین کړي او هڅه وکړي چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه ختم کړل شي. جمهورخبري آژانس:کابل