د جمهور خبري آژانس مرکز 4 عقرب 1400 ساعت 10:30 http://jomhornews.com/ps/news/143970/ -------------------------------------------------- سرليک : پمپیو: بایډن د افغانستان د وضعیت پر وړاندې مسوول دی، باید ځواب و وايي -------------------------------------------------- د امریکا بهرنیو چارو وزارت مخکني وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا د افغانستان په اړه پر اوسني ولسمشر جوبایډن او د هغه پر اداره نیوکه کړې ده. متن - منځ : د امریکا بهرنیو چارو وزارت مخکني وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا د افغانستان په اړه پر اوسني ولسمشر جوبایډن او د هغه پر اداره نیوکه کړې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو په تازه څرګندونو کې ټينګار کړی، چې د افغانانو پر وړاندې د امریکايي حکومت چوپتیا د زغم وړ نه ده. پمپیو چې د دوحې په مذاکراتو کې پراخ او مهم رول درلود وايي، د امریکا اوسنی حکومت په افغانستان کې پر روان وضعیت او له دغه هېواد د مستحقو کسانو د ایستلو او د دوی د ځای پر ځای کولو په برخه کې پټه خوله دی. نوموړي د نورو پخوانیو امریکایي چارواکو په څېر د بایډن حکومت په بې کفایتۍ تورن کړی دی او ټینګار یې کړي، چې بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د افغانستان د وضعیت پر وړاندې مسوول دی او باید خپل غږ اوچت کړي. مایک پمپیو وايي، امریکایان د وضاحت غوښتونکي دي نو بايډن دې د وېرې له پردو راووځي او امریکايي ولس ته دې د خپلو تېروتنو په اړه وضاحت ورکړي. د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ټرمپ د حکومت ګڼو نورو چارواکو هم بايډن په بې کفایتۍ، بې پروایۍ او ناکامۍ تورن کړی دی. جمهورخبري آژانس:کابل