د جمهور خبري آژانس مرکز 12 عقرب 1398 ساعت 10:30 http://jomhornews.com/ps/news/121875/ -------------------------------------------------- سرليک : مالیې وزارت سږ کال ۱۶۰ میلیارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي -------------------------------------------------- د مالیې وزارت وايي، په ملي عوایدو کې یې ۱۰ سلنه زیاتوی راغلی او سږ کال تر دې دمه ۱۶۰ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي. متن - منځ : د مالیې وزارت وايي، په ملي عوایدو کې یې ۱۰ سلنه زیاتوی راغلی او سږ کال تر دې دمه ۱۶۰ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې عوایدو څخه ۶۶ میلیارده افغاۍ د ګمرکاتو او ۹۴ میلیارده نور د عوایدو له لارې د دولت خزانې ته راغلي دي. خبرپاڼه کې ویل شوي، سږ کال له ملي بودیجې څخه ۳۱۸ میلیارده افغانۍ لګېدلېؤ چې د ټولې بودیجې ۷۱ اعشاریه ۷ سلنه تشکیلوي او دا ارقام د تېر کال په پرتله ۲۴ اعشاریه ۵ میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښيي. دغه راز مالیې وزارت ویلي،د پراختیايي بودیجې مصرف هم سږ کال تر اوسه پورې ۹۲ میلیارده افغانیو ته رسېدلی دی چې ۶۲ سلنه جوړوي. د مالیېوزارت د عادي بودیجې مصرف هم د ۱۳۹۸ کال له پیله تر اوسه ۲۲۶ میلیارده افغانۍ ښودلی دی. جمهورخبري آژانس:کابل