د جمهور خبري آژانس مرکز 19 حمل 1399 ساعت 9:39 http://jomhornews.com/ps/news/126690/ -------------------------------------------------- سرليک : طالبان د بندیانو د خوشي کولو په تړاو له حکومت سره خبرو ووتل -------------------------------------------------- په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د دوی مرکچي پلاوی به نور له افغان حکومت سره د بندیانو په تړاو خبرې ونه کړي. متن - منځ : په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د دوی مرکچي پلاوی به نور له افغان حکومت سره د بندیانو په تړاو خبرې ونه کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې شاهین ادعا کړې، چې افغان حکومت په یوه او بله پلمه د طالب زندانیانو د خوشي کولو بهیر ځنډوي. نوموړي زیاته کړې، د شوې هوکړې له مخې باید حکومت د بندیانو د خوشي کولو لپاره اقدام وکړي، خو تر اوسه پر ژمنو عمل نه دی شوی. بلخوا بیا افغان حکومت وایي دوی د هغو پنځلسو بندیانو خوشي کول رد کړي چې په لویو بریدونو کې ښکېل دي، خو طالبان بیا د همدې کسانو د خوشي کولو غوښتنه کوي. شاهین وایي چې نور به د دوی پلاوی د زندانیانو د خلاصون په تړاو په جوړېدونکو بې پایلو غونډو کې ګډون نه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس او د افغان سولې لپاره د مرکچي پلاوي غړي عبدالمتین بیګ وویل، افغان حکومت په لومړي پړاو کې د هغو ۱۵ طالب بندیانو خوشي کولو ته چمتو نه دی چې په خونړیو بریدونو کې یې لاس لرلی وي. خو شاهین بیا وایي، دا ۱۵ کسان هم د هغو پنځه زره بندیانو په لېست کې دي چې له امریکا سره د دوی د خپلمنځي هوکړې له مخې باید خوشي شي. جمهورخبري آژانس:کابل