د جمهور خبري آژانس مرکز 17 سرطان 1398 ساعت 11:30 http://jomhornews.com/ps/news/118095/ -------------------------------------------------- سرليک : د ننګرهار مرکز کې چاودنه شوې -------------------------------------------------- د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې، چې مرګ ژوبله هم له ځان سره لري. متن - منځ : د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې، چې مرګ ژوبله هم له ځان سره لري. د جمهور آزانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د چنګاښ ۱۷ مه غرمه مهال نېږدې ۱۱ بجې رامنځ ته شوې، خو تر اوسه د چاودنې نوعیت او د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره نه ده معلومه. لومړي معلومات ښي چې د چاودنې له ځایه تر اوسه څلور تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي دي. تر اوسه د چاودنې مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی. د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي. جمهورخبري آژانس:ننګرهار