د جمهور خبري آژانس مرکز 17 میزان 1397 ساعت 14:33 http://jomhornews.com/ps/news/109059/ -------------------------------------------------- سرليک : هلمند کې پر ټاکنیزه غونډه ځانمرګی برید شوی دی -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې پر یوه ټاکنیزه غونده کې چاودنه شوې، چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې پر یوه ټاکنیزه غونده کې چاودنه شوې، چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه ولسي جرګې ته د یوه نوماند صالح محمد اڅکزي په دفتر کې پر ټاکنیزه غونده شوې ده. د هلمند د والي ویاند د صالح محمد اڅکزي په غونډه کې د چاودنې پخلی کړی خو د نوعیت او د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي. په ورته وخت کې ځینې راپورنه د امنیتی سرچینو له قوله وايي، چې دغه ځانمرګی برید و او په کې پنځه تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دی. امنیتي سرچینې زیاتوي، چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي. تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو طالبانو پرون په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی و، چې په خپل ټول توان به د ټاکنو ترسره کېدو مخنیوی وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې هم په ورته یوه غونډه په ځانمرګي کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د دغه برید مسؤولیت داعش پر غاړه اخیستی وو. جمهورخبري آژانس:هلمند