پایگاه خبرگزاری جمهور 8 سنبله 1396 ساعت 12:03 http://jomhornews.com/fa/news/97545/ -------------------------------------------------- عنوان : له ۱۰۰ نه ۹۱ افغان ماشومان له زور زیاتي ځوریږي -------------------------------------------------- سیف د چلډرن نومې نړیوالې اداره وايي، ۹۱ سلنه افغان ماشومان د ټولنې یا کورنیو له لوري په یو نه یو ډول فزیکي یا روحي زور زیاتي سره مخ دي. متن : سیف د چلډرن نومې نړیوالې اداره وايي، ۹۱ سلنه افغان ماشومان د ټولنې یا کورنیو له لوري په یو نه یو ډول فزیکي یا روحي زور زیاتي سره مخ دي. د دغه رپوټ چمتو کولو لپاره د پلازمېنې کابل په ګډون ننګرهار، بلخ، سرپل او جوزجان ولایتونو کې له ۱۰۰۰ ډېرو ماشومانو سره مرکې شوې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، نژدې ۵۱ سلنه افغان ماشومان په کورونو کې له روحي زور زیاتي ځوریږي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې په ده ځورونې کې پر ماشومانو چیغې وهل، کنځل، د والدینو د بدمرغۍ لامل بلل، له کوره شړل او یا د خوشي کولو ګواښونه شامل دي. دغه اداره وايي، جنسي ځورونې، وهل ټکول او دې ته ورته مسایل هغه څه دي چې د ماشومانو ژوند د تل لپاره پر ناسمه بولی شي. د سیف د چلډرن ادارې چارواکو له افغان حکومته غوښتي، چې دې د ماشومانو د ځورونې د مخنیوي لپاره منظم پلانونه په پام کې ونیسي او د دوی ژوند دې خوندي کړي. جمهورآژانس:کابل