د جمهور خبري آژانس مرکز 22 سرطان 1398 ساعت 15:48 http://jomhornews.com/ps/news/118257/ -------------------------------------------------- سرليک : مزارشریف ښار کې درې مېرمنې وژل شوې دي -------------------------------------------------- سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې نامعلومه وسله والو کسانو درې مېرمنې په ډزو وژلې دي. متن - منځ : سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې نامعلومه وسله والو کسانو درې مېرمنې په ډزو وژلې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبې د چنګاښ ۲۲ مه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د یوې کورنۍ درې مېرمنې له خپلو ماشومانو سره له یوه ځای بل ته روانې وې. د بلخ امنیه قوماندان وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په دغه مېرمنو ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې درې مېرمنې وژل شوې او ورسره دوه ماشومان ټپیان شوي دي. د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه وایي، لومړنۍ پلټنې ښيي، چې دغه مېرمنې د کورنۍ دښمنۍ ښکار شوې دي. تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیتسي. جمهورخبري آژانس:مزار شریف