د جمهور خبري آژانس مرکز 1 جوزا 1399 ساعت 11:02 http://jomhornews.com/ps/news/128058/ -------------------------------------------------- سرليک : ایران سیند ته د افغان کارګرو د اوچولو پېښې څېړلو لپاره کابل ته پلاوی لېږي -------------------------------------------------- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران به د بهرنیو چارو وزارت په کچه لوړ پوړی پلاوی سیند ته د افغان کارګرو د اچولو پېښې په اړه پلټنې لپاره راولېږي. متن - منځ : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران به د بهرنیو چارو وزارت په کچه لوړ پوړی پلاوی سیند ته د افغان کارګرو د اچولو پېښې په اړه پلټنې لپاره راولېږي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوی چې مشري یې محسن بهروند کوي له افغان لوري سره په ګډو څیړنو کې برخه واخلي. د اعلامیې له مخې د ایراني پلاوي مشري به د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو او حقوقي چارو مرستیال محسن بهاروند په غاړه ولري خو دا نه دي ویل شوي چې دا پلاوی به کله افغانستان ته ولاړ شي. د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا تحقیقات کولی شي چې د پېښې تیاره اړخونه روښانه کړي او د دواړو لوریو ترمنځ وروستۍ پرېکړې ته لاره خلاصه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د حمید طهماسي په مشرۍ د افغان حکومت پلاوي د اسنادو له مخې تایید کړېده چې ایراني لوري د هریرود سیند ته ۵۷ افغانان له شکنجو وروسته غورځولي دي، خو د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې وویل چې ایران یې دا اسناد نه دي منلي. جمهورخبري آژانس:کابل