د جمهور خبري آژانس مرکز 8 جدی 1398 ساعت 8:59 http://jomhornews.com/ps/news/123558/ -------------------------------------------------- سرليک : تخار: د طالبانو په برید کې ۱۷ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو تخار ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه مرکز باندې برید ګړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو تخار ولایت کې د سیمه ییزه پاڅونوالو په یوه مرکز باندې برید ګړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده. د تخار د والي ویاند جواد هجري نن یکشنبې د مرغومي ۸ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبانو تېره شپه د یاد ولایت د خواجه بهاوالدین په سیمه کې د سیمه ییزه پاڅونوالو د یوه قوماندان ملک تاتار په قرارګاه باندې برید کړی دی. نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه برید کې ۱۷ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او څلورو نور ټپیان شوي دي، خو ملک تاتار له بریده روغ وتلی دی. د والي ویاند وایي، نن سهار وختي د جګړې ځای ته پولیس رسېدلي او دا مهال ضعیت عادي دی. په ورته وخت په ولسي جرګه کې د تخار استازی هم وايي، طالبانو د ملک تاتار په مرکز برید کړی، چې له امله یې ۱۷ پاڅونوال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دی. نوموړي ادعا کړې، چې د دغه مرکز په یو کیلو مترۍ کې د ملي اردو یو کنډک هم پروت دی، خو په دغه شپږ ساعته جګړه کې د سیمه ییزه پاڅونوالو مرستې ته نه دي ورغلي. خو د تخار د والي ویاند وايي، دی په دې اړه څه نه شي ویلی. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون په هلمند ولایت کې هم د افغان پوځ په یوه پوسته چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۰ سرتېري وژل شوي و. جمهورخبري آژانس:تخار