د جمهور خبري آژانس مرکز 5 حمل 1398 ساعت 9:29 http://jomhornews.com/ps/news/114756/ -------------------------------------------------- سرليک : هند د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې -------------------------------------------------- هندي چارواکي وايي، پوځیانو یې د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه د هوايي ضد وسلې په کارولو سره نسکوره کړې ده. متن - منځ : هندي چارواکي وايي، پوځیانو یې د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه د هوايي ضد وسلې په کارولو سره نسکوره کړې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې ټایمز انډیا ورځپانې ویلي دغه پاکستانۍ الوتکه د دواړو هېوادونو پر پوله راغوځول شوې ده. د هند استخباراتي چارواکو ویلي، چې هندي ځواکونه له پاکستان سره تر کړکېچ وروسته د تیارسۍ په حال کې دي او هره شېبه د پاکستان تحرکات او سرغړونې څاري. دوی ویلي، چې پرون د پاکستان شپږ بې پیلوټه الوتکې د هند خاورې ته د ننه شوې وې، چې یوه ترې ویشتل شوې ده. څو ورځې وړاندې هم هندي چارواکو سري نګر کې د پاکستان د دوه بې پیلوټه الوتکو د راغورځولو خبر ورکړی وو. جمهورخبري آژانس:کابل