د جمهور خبري آژانس مرکز 17 عقرب 1397 ساعت 12:54 http://jomhornews.com/ps/news/110057/ -------------------------------------------------- سرليک : پروان کې یوې ښځې خپل مېړه په تبر وژلی -------------------------------------------------- د پروان د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، دغه ولایت کې یوې مېرمنې خپل خاوند د تبر په ګذارونو وژلی دی. متن - منځ : د پروان د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، دغه ولایت کې یوې مېرمنې خپل خاوند د تبر په ګذارونو وژلی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د لړم ۱۶ مه) د پروان ولایت مرکز اړوند په لغماني کلي کې رامنځ ته شوې ده. د پروان د امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمنو سره د مبارزې مدیر محمد کاظم قاضي زاده وايي، په یاد کلي کې یوې مېرمن خپل خاوند چې مزدورکار و د تبر په ګذارونو سره وژلی دی. نوموړی زیاتوي، لومړني معلومات ښيي، چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې. د پروان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر وايي، قاتله مېرمن نیول شوې او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی. جمهورخبري آژانس:پروان