د جمهور خبري آژانس مرکز 23 عقرب 1397 ساعت 12:36 http://jomhornews.com/ps/news/110255/ -------------------------------------------------- سرليک : زابل کې د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخ شوي دي -------------------------------------------------- د کورنیو چارو وزارت وايي، زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه پر شاه تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده. متن - منځ : د کورنیو چارو وزارت وايي، زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه پر شاه تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د لړم ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د زابل ولایت په میزانه ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول. په خبرپاڼه کې د طالبانو د برید پر مهال دوه پولیس وژل شوي، خو وايي د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۸ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی دی. جمهورخبري آژانس:کابل