د جمهور خبري آژانس مرکز 5 دلو 1396 ساعت 9:05 http://jomhornews.com/ps/news/100751/ -------------------------------------------------- د کډوالو چارو وزارت: سرليک : امریکا لسګونه افغان کډوال له خپلې خاورې را شړلي دي -------------------------------------------------- د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزرات وایي، امریکا لسګونه افغان کډوال له خپلې خاورې را شړلي دي. متن - منځ : د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزرات وایي، امریکا لسګونه افغان کډوال له خپلې خاورې را شړلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې په امریکا کې د ډونالد ټرمپ له واکمنیدلو وروسته، د ناقانونه افغان کډوالو د شړلو لړۍ پیل شوې ده. د کډوالو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ میاخیل وايي د په تیر یوه کال کې دوه ډلې افغانان له متحدو ایالتونو څخه افغانستان ته راشړل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې په یوه ډله کې ۲۱ کسان او په بله کې ۶ کسان افغانستان ته راشړل شوي دي. د کډووالو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې ډله کې یو شمېر کډوالو د پناه غوښتنې شرایط نه و پوره کړي او ځينې بیا په یو لړ جرمونو ککړ وو. باید و ویل شي، چې ډونالد ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم، امریکا ته د ځينو کډوالو د ورتګ د مخنیوي او مېشتو ناقانونه کډوالو د شړلو په اړه یو لړ فرمانونه صادر کړل. جمهورخبري آژانس:کابل