د جمهور خبري آژانس مرکز 6 سرطان 1398 ساعت 12:49 http://jomhornews.com/ps/news/117762/ -------------------------------------------------- سرليک : ولسمشر غنی له عمران خان او قریشي سره ولیدل -------------------------------------------------- افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي. متن - منځ : افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن پنشنبې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ او د پاکستان په رسمي بلنه په دوه ورځي سفر اسلام آباد ته ورسېد. د ښاغلي غني او ورسره پلاوي هرکلي ته د پاکستان د لومړي وزیر د اقتصادي او سوداګیرزه چارو سلاکار وزیر او نور چارواکي ورغلي و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ښاغلي غني په ورتګ خوښي وښوده او تمه یې وکړه، چې د ولسمشر دا سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په رغولو او ښه کولو کې ګټور تمام شي. قریشي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو پراخوالی او د باور فضا رامنځ ته کول ګټور تمام شي او د سولې او امنیت په برخه کې به مرسته وکړي. ښاغلي غني هم له قریشي څخه د مننې تر څنګ و ویل، چې پاکستان ته یې سفر د اجماع او لویه جرګه کې د ولس د استازو په وړاندیز کړی دی، چې موخه یې سوله او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه والی دی. افغان ولسمشر له قریشي سره خبرو کې ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې باید د متقابل احترام پر بنسټ ولاړې او دولت په دولت اړیکې وي. ښاغلي غني تمه ښودلې، چې پاکستان ته یې سفر د دواړو هېوادونو د ولسونو لپاره مثبتې او ډک لاسې پیالې ولري او پاکستان هم د سیمه ییز اتصال په برخه کې همکارۍ ته وهڅوي. بل خوا ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو پر ښه والي یې ټینګار کړی دی. د یادونې ده، چې ولسمشر غنی به په دغه دوه ورځني سفر کې له پاکستاني چارواکو سره پر سوله، امنیت، سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګوالۍ خبرې وکړي. جمهورخبري آژانس:کابل