د جمهور خبري آژانس مرکز 9 حمل 1399 ساعت 16:06 http://jomhornews.com/ps/news/126366/ -------------------------------------------------- سرليک : ننګرهار کې چاودنې یو دیني عالم او زوی یې وژلي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله یو دیني عالم او زوی یې وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله یو دیني عالم او زوی یې وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د وري ۹ مه ماسپښین مهال د ننګرهار ولایت د لعل پورې ولسوالۍ په سربند سیمه کې شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه د دینې عالم مولوي شیدا په الټو ډوله موټر پسې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې خپله مولوي شیدا او زوی یې محمد سلیم وژل شوي او دغه راز یو بل دیني عالم او یو بل تن ټپیان شوي دي. د هغه په وینا ټپیان روغتون ته د درمنلې په موخه وړل شوي، خو روغتیايي حالت یې نازک دی. تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی. دا په داسې حال کې ده، چې نن ماسپښين د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د درېیمې حوزې د بولان په سیمه کې هم په یوه کور کې چاودنه شوې، چې څلور ماشومان یې وژلي دي. جمهورخبري آژانس:ننګرهار