د جمهور خبري آژانس مرکز 19 سرطان 1398 ساعت 9:30 http://jomhornews.com/ps/news/118167/ -------------------------------------------------- سرليک : برېتانیا د بودايي دورې ځینې غلا شوې مجسمې افغانستان ته سپاري -------------------------------------------------- ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې ټاکل شوې برېتانیا د بودايي دورې ځینې غلا شوي تاریخي اثار افغانستان ته وسپاري. متن - منځ : ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې ټاکل شوې برېتانیا د بودايي دورې ځینې غلا شوي تاریخي اثار افغانستان ته وسپاري. د جمهور آژانس د خبر له مخې ورځپاڼې لیکي بریتانیا د بودایي دورې د مجسمو ۹ سرونه افغانستان ته ورکوي. د سرچینې په وینا د مجسمو دغه سرونه په ٢٠٠٢ کال کې د پاکستان نه په غیر قانوني توګه بریتانیا ته انتقال شوي وو. د ورځپاڼې په باور د بودایي دورې د بوتانو دغه سرونه چې ښایي د طالبانو په واسطه له مجسمو نه جلا شوي وي پداسې حال کې کشف شول چې د لرګیو په بې کیفیته صندوقونو کې ایښول شوي وو. د بریتانیا د موزیم یوه چارواکي جان سمپسون، ویلي، دا سرونه رنګه او بشپړې مجسمې وې چې شاوخوا ١٥٠٠ کاله مخکې د ګندهارا د سلطنت په دوره کې بودایي معبدونه پرې زینت شوي وو. د هغه په وینا چې پخوا یې هم په زرګونو تاریخي اثار کابل ته استولي دي. د یادونې ده، چې دغه تاریخي اثار به د لنډې مودې لپاره د بریتانیا په موزیم کې نندارې ته وړاندې شي او بیا به په لندن کې د افغانستان سفارت ته وسپارل شي. جمهورخبري آژانس:کابل .