د جمهور خبري آژانس مرکز 4 عقرب 1400 ساعت 9:57 http://jomhornews.com/ps/news/143961/ -------------------------------------------------- سرليک : چین افغانستان ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی -------------------------------------------------- د افغانستان د اسلامي امارت او چنايي چارواکو تر لیدنې وروسته چین افغانستان سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. متن - منځ : د افغانستان د اسلامي امارت او چنايي چارواکو تر لیدنې وروسته چین افغانستان سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون دوشنبې د لړم ۳ مه د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او ورسره پلاوي سره د قطر پلازمېنه دوحه کې لیدلي دي. په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراختیا او لا ټینګښت خبرې اترې کړې دي. چین ویلي چې په وروستیو دوو میاشتو کې د نوي حکومت په راتګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شوې دي او د لا پراختیا په حال کې دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په خپلو خبرو کې ژمنه کړې چې له افغانستان سره به خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي او د دغه هېواد تر څنګ ولاړ دي. په ورته وخت کې ملا برادر هم له چینایي لوري مننه کړې چې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. ښاغلي برارد چینايي لوري ته ډاډ ورکړی چې له ټولې نړۍ سره د سالمو او ګټورو اړیکو ملاتړي دي او په دې برخه کې به خپلې هڅې کوي. دا په داسې حال کې ده، چې نن د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم د یوه پلاوي په مشرۍ دوحې ته ولاړ او ټاکل شوې د چین له بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي سره وګوري. جمهورخبري آژانس:کابل