د جمهور خبري آژانس مرکز 27 میزان 1398 ساعت 10:15 http://jomhornews.com/ps/news/121460/ -------------------------------------------------- سرليک : کورنیو چار وزارت: کابل کې مو د حقاني شبکې مهم غړی نیولی -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د حقاني شبکې یو مهم غړی نیولی دی. متن - منځ : کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د حقاني شبکې یو مهم غړی نیولی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د تلې ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د حقاني شبکې دغه نیول شوی مهم ډلمشر محمد صادق نومېږي. خبرپاڼه کې ویل شوي د پولیسو ځانګړو ځواکونو محمد صاداق او دغه دوه همکاران د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پر مهال نیولي دي. کورنیو چارو وزارت وايي، محمد صادق چې د حقاني شبکې یو مهم ډلمشر وو د کابل په ګڼو ترهګرویزو پېشو او ځانمرګو بریدونو په طرحه او لارښوونه کې یې لاس درلود. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل