د جمهور خبري آژانس مرکز 30 سنبله 1398 ساعت 9:01 http://jomhornews.com/ps/news/120560/ -------------------------------------------------- سرليک : امریکا سعودي عربستان ته سرتېري لېږي -------------------------------------------------- د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنټاګون یا دفاع وزارت له هغه هوکړې سره موافقه کړې، چې پر بنسټ به یې امریکایي سرتېري سعودی عربستان ته ولېږل شي. متن - منځ : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنټاګون یا دفاع وزارت له هغه هوکړې سره موافقه کړې، چې پر بنسټ به یې امریکایي سرتېري سعودی عربستان ته ولېږل شي. د جمهور آژنس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت ویلي، ولسمشر ټرمپ سعودي عربستان ته د هوايي او د توغندیو د دفاع لپاره د امریکايي پوځيانو پر استولو هوکړه کړې ده. د پنټاګون په وینا دا د سعودي عربستان د تېلو پر بنسټونو تر وروستي برید راپدېخوا د امریکا لومړنی غبرګون دی. د یادونې ده، چې یوه اونۍ مخکې د سعودي پر دوو تېل چاڼ ځایونو بقیق او خریص بې پیلوټه الوتکو جلا بریدونه وکړل. په یمن کې حوثيانو ویلي و، چې د سعودي عربستان د تېلو شرکت ارامکو اړوندو پر دوو بنسټونو ۱۰ بریدونه دوی کړي، خو امریکا او سعودي عربستان وايي، داسې هېڅ نښه او ثبوت نه شته چې ګني دا بریدونه د یمن له خاورې شوي وي. سعودي چارواکو ویلي، چې په دې برید کې کارېدلي توغندي ایران کې جوړ شوي دي خو ایراني چارواکو د سعودي دا تور رد کړی او د حوثیانو خبرې یې تایید کړې دي. جمهورخبري آژانس:کابل