د جمهور خبري آژانس مرکز 20 ثور 1399 ساعت 11:25 http://jomhornews.com/ps/news/127680/ -------------------------------------------------- سرليک : خلیلزاد له جنرال باجوه سره هم په افغان سوله خبرې کړې دي -------------------------------------------------- د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب استازو او هندي چارواکو سره تر لیدنې او خبرو وروسته د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي. متن - منځ : د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب استازو او هندي چارواکو سره تر لیدنې او خبرو وروسته د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي. د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد نن شنبې د غوايي ۲۰ مه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي. د پاکستان پوځ وايي، جنرال باجوه او خلیلزاد د دوو خواوو د دلچسپۍ پر موضوعاتو او همداراز د افغانستان د پخلاینې د پروسې په ګډون د سیمې پر امنیت خبرې وکړي. د پوځ په خبرپانه کې ویل شوي جنرال باجوه د افغان سولې څخه ملاتړ او د همکارۍ ژمنه ورکړه او خلیلزاد هم په سیمه کې د پاکستان د پرلپسې هڅو ستاینه وکړه. د یادونې ده، چې خلیلزاد تر دې وړاندې هند او له هغې یوه ورځ وړاندې قطر ته تللی و او هلته یې له هندي چارواکو او طالب استازو سره هم پر افغان سوله او د تاوتریخوالي په کمولو خبرې کړې وې. جمهورخبري آژانس:کابل