د جمهور خبري آژانس مرکز 31 حمل 1398 ساعت 15:57 http://jomhornews.com/ps/news/115683/ -------------------------------------------------- د کورنیو چارو وزارت: سرليک : د مخابرات او معلوماتی تکنالوژی وزارت کارکوونکي وژغورل شول -------------------------------------------------- د کورنیو چارو وزارت وايي، د مخابرات او معلوماتی تکنالوژی وزارت هم په بشپره توګه تصفیه شو او تول کارکوونکي یی د پولیسو لخوا مصئون و لیژدول شول. متن - منځ : د کورنیو چارو وزارت وايي، د مخابرات او معلوماتی تکنالوژی وزارت هم په بشپره توګه تصفیه شو او تول کارکوونکي یی د پولیسو لخوا مصئون و لیژدول شول. د جمهور آژانس د خبر له مخې پر دغه وزارت نن شنبې د وري ۳۱ مه غرمه مهال ۱۱:۴۰ د څو تنو وسله والو له خوا ډلیز برید وشو. د امنیتي چارواکو په وینا لومړی یوه بریدګر د وزارت مخې ته چاودنه کړې او وروسته نور بریدګر د وزارت انګړ ته په ننوتو له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کېوتل. د برید سره سم افغان ځانګړي امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او سیمه یې کلابنده او له وسله والو سره یې جګړه پیل کړه. تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نشته. باید و ویل شي، چې له تېرو ۴ ساعتونو راهیسې د بریدګرو او امنیتي ځواکونو تر منځ ډزې روانې دي، خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحمي وايي، دا مهال د مخابرانو او معلوماتی تکنالوژی وزارت هم په بشپره توګه تصفیه شو او تول کارکوونکي یی د پولیسو لخوا خوندي ولېږدول شول. نوموړي زیاته کړې، چې ځانګړو ځواکونو دوه وسله وال ترهګر وژلي او پاتې نور به هم ډېر ژر و وژل شي. که څه هم نوموړي د پاتې بریدګرو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو د کابل امنیه قوماندان روشندل وايي، کېدای شي یو یا دوه بریدګر لا هم پاتې وي، چې له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي. ده هم ویلي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټینګالوژۍ د وزارت تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکي هم ټول په خوندي ډول د افغان ځواکونو له خوا ایستل شوي او د پاتې بریدګرو د وژلو عملیات روان دي. د عامې روغتیا وزارت سرچینو ویلي، د پېښې له ځایه تر اوسه شپږ تنه ټپیان روغتونو ته وړل شوي دي. وسله والو طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي، خو تر اوسه کومې بلې ډلې د برید مسوولیت نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:کابل