د جمهور خبري آژانس مرکز 30 ثور 1398 ساعت 12:36 http://jomhornews.com/ps/news/116583/ -------------------------------------------------- سرليک : د کابل سیند د مدیریت پروژې دویم پړاو پیلېږي -------------------------------------------------- ولسمشر محمد اشرف غني اړونده ادارو ته امر کړی، چې د کابل سیند د مدیریت پروژې دویم پړاو پیل کړي او په دې برخه کې لا ډېره همغږي رامنځ ته کړي. متن - منځ : ولسمشر محمد اشرف غني اړونده ادارو ته امر کړی، چې د کابل سیند د مدیریت پروژې دویم پړاو پیل کړي او په دې برخه کې لا ډېره همغږي رامنځ ته کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، د ولسمشر غني په مشرۍ د کابل سیند د مدیریت پروژې د کار د تعقیب غونډه نن سهار په ارګ کې جوړه شوه. د ارګ خبرپانه زیاتوي، چې دغه غونده کې اوبو او انرژۍ، ترانسپورت، د ښار جوړولو او ځمکو وزارتونو، دکابل ښاروالۍ او د کابل ولایت مسوولینو د کابل سیند د مدیریت پروژې په اړه د خپلو کړنو راپورنه ولسمشر ته وړاندې کړل. دوی ویلي، چې د کابل د سیند هایدرولوژي او توپوګرافي کار او د دغه سیند په مسیر کې د ۱۶ پلونو ډیزاین بشپړ شوی او دغه راز وروسیتو سېلاب ځپلو سره چې کورونه یې ویجاړ شوي همکاري دوام لري. ولسمشر ټینګار کړی، چې د اړوندو ادارو ترمنځ د کابل سیند د مدیریت پروژې د تطبیق په برخه کې لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا ده او له هغوی څخه یې د منظمو او اونیزو راپورونو غوښتنه وکړه. ښاغلي غني د کابل سیند د مدیریت په خاطر د هغه د حریم تعین، تثبیت، تصفیه او د هغه د ساحې ډیزاین ارزښتناک وباله او وې ویل، د کابل سیند د پروژې مدیریت راتلونکو پړاوونو کې د پلانونو وضاحت ته اړتیا لرو. نوموړي یادو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د کابل سیند د احیا او بیا رغاونې پلان له بشپړیدو وروسته د مطبوعاتي کنفرانس له لارې په هغه اړه له خلکو سره معلومات شریک کړي. ولسمشر د کابل سیند پروژې مدیریت کې د دخیلو بنسټونو مسوولینو څخه وغوښتل چې د کابل سیند په سرچینو کې دې د بندونو جوړول په پام کې ونیسي او زیاته کړې یې ده، چې هر ارګان لپاره دې بودجه واضح شي او د پروژې دویم پړاو دې عاجل پیل شي. هغه د دغې پروژې د ښې همغږۍ او مدیریت په خاطر د کابل والي ته لارښوونه وکړه چې د کابل سیند د مدیریت پروژې عمومي مدیریت پر غاړه واخلي. جمهورخبري آژانس:کابل