د جمهور خبري آژانس مرکز 18 حمل 1399 ساعت 19:02 http://jomhornews.com/ps/news/126681/ -------------------------------------------------- سرليک : ولسمشر غني د مالیې وزارت د تجزیې فرمان لغوه کړه -------------------------------------------------- ولسمشر محمد اشرف غني د یو تازه فرمان په ترڅ کې د مالیې وزارت له چوکاټ څخه د درېیو خپلواکو ادارو د بیلولو په اړه خپل مخکینی فرمان لغوه کړی دی. متن - منځ : ولسمشر محمد اشرف غني د یو تازه فرمان په ترڅ کې د مالیې وزارت له چوکاټ څخه د درېیو خپلواکو ادارو د بیلولو په اړه خپل مخکینی فرمان لغوه کړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خبر نن دوشنبې د وري ۱۸ مه د مالیې وزارت سرپرست او نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال له خبریالانو سره په خبرو کې وکړه. نوموړي و ویل، چې غني د تازه فرمان په اساس د مالیې وزارت ټول صلاحیتونه بېرته دغه وزارت ته سپارل شوي دي. د هغه په وینا دا مهال کومه ستونزه نشته، د مالیې وزارت ټول کارونه او ټول هغه مسایل چې د مالیې وزارت له خوا ترسره کېدل. دی وايي، له دې وروسته هم د مالیې د وزیر او د مالی وزارت د اړوندو ادارو له خوا ترسره کېږي، هېڅ بل ارګان به مداخله ونه کړي. ښاغلي ارغندیوال د ولسمشر مخکني فرمان ته په اشارې زیاته کړه، چې د دغو نویو ادارو د جوړولو فرمان د هغه وخت د شرایطو په اساس صادر شوی وو. ارغندیوال وايي، ولسمشر غني د هغه په غوښتنه خپل پخوانی فرمان لغوه کړ او د یو تازه فرمان په ترڅ کې یې ټول صلاحیتونه بېرته د مالیې وزارت ته وسپارل. د یادونې ده، چې ولسمشر غني شاوخوا درې اونۍ مخکې د عوایدو، ګمرکونو او خزاینو په نوم د درېیو خپلواکو ادارو د جوړولو فرمان صادر کړ، چې دې مسلې په کور دننه او بهر غبرګونونه راوپارول. جمهورخبري آژانس:کابل