د جمهور خبري آژانس مرکز 26 میزان 1400 ساعت 9:49 http://jomhornews.com/ps/news/143682/ -------------------------------------------------- سرليک : امیرخان متقي د قزاقستان له ځانګړي استازي سره کتلي -------------------------------------------------- د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د نړیوالې همکارۍ په برخه کې د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي يرزان کازيخانوف او مل پلاوي سره لیدلي. متن - منځ : د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د نړیوالې همکارۍ په برخه کې د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي يرزان کازيخانوف او مل پلاوي سره لیدلي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، دغه لیدنه پرون یکشنبې د تلې ۲۵ مه شوې او په کې له قزاقستاني پلاوی څخه له افغانستان سره د هغوی د بشردوستانه مرستو مننه وشوه. د بهرنیو چارو وزیر پر بهرني سياست رڼا واچوله او زياته يې کړه چې افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ د زمينې برابرولو ته ژمن دی او له ټولې سيمې سره د متوازن بهرني سياست پر اساس نژدې او پر همکارۍ او تفاهم ولاړې اړيکې غواړي. ده وويل، د افغانستان ثبات او امنيت د سيمې له اقتصادي ښېرازۍ سره نېغ په نېغه مرسته کولی شي. په ورته وخت ښاغلي کازيخانوف افغانستان ته د امنيت او ثبات په راګرځولو کې د ا.ا.ا. له هڅو او لاسته راوړنو څخه مننه کړې او ټینګار یې کړي، چې قزاقستان يو پراګماتيک او متوازن بهرنی سياست لري. د قزاقستان ځانګړي استازي همداراز و ويل هېواد يې د منځنۍ اسيا له ټولو هېوادونو سره نژدې اړيکې لري. په پای کې دواړو لوريو ټينګار وکړ چي اقتصادي همکاري او دوه اړخيزه سوداګري نوره هم ښه کړي. جمهورخبري آژانس:کابل