د جمهور خبري آژانس مرکز 8 حمل 1398 ساعت 13:49 http://jomhornews.com/ps/news/114882/ -------------------------------------------------- سرليک : چين په فرهنګي برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي -------------------------------------------------- افغان او چینايي چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر لازياتوالي او پراختيا ټينګار کړی او چین ویلي، دوی له افغانستان سره په فرهنګي برخه کې هر اړخیزه مستې ته ژمن دي. متن - منځ : افغان او چینايي چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو پر لازياتوالي او پراختيا ټينګار کړی او چین ویلي، دوی له افغانستان سره په فرهنګي برخه کې هر اړخیزه مستې ته ژمن دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې نن پنشنبې د وري ۸ مه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ او کابل کې د چین د سفیر او له بهرنيو هېوادونو سره د چين د دوستۍ د اړيکو له رييس سره په کتنه کې شوې دي. په دې کتنه کې په بدخشان ولايت کې د افغانستان او چين د ګډې فرهنګي اوونۍ د نمانځنې، د بدخشان د واخان په سيمه کې د دواړو هېوادونو د لرغونپوهانو د ګډې څيړنې او د افغانستان د ژبو د څيړنې په اړه هم خبرې شوې دي. حسینه ساپۍ وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کې د موزيمونو د ستراتيژۍ په اړه کار کوي او هڅه کوي چې د هېواد په هر ولايت کې یو، یو موزیم جوړ شي. په ورته وخت کې د چین سفیر د افغانستان تاريخي اثار د اسيا په مدنيتونو کې ارزښت ناک وبلل او په چين کې يې د مس عینک د اثارو د نندارتون جوړولو غوښتنه وکړې ده. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه هم د چین دغه غوښتنه ور سره منلې ده. کابل کې د چین سفیر په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره په فرهنګي برخه کې هر اړخیزه مرستې ته ژمن دی. جمهورخبري آژانس:کابل