د جمهور خبري آژانس مرکز 24 ثور 1399 ساعت 13:40 http://jomhornews.com/ps/news/127833/ -------------------------------------------------- سرليک : چین له افغان ځواکونو سره د کرونا ضد طبي توکو مرسته وکړه -------------------------------------------------- چین له افغان امنیتي دفاعي ځواکونو سره د کرونا ضد طبي توکو او درملو مرسته کړې ده. متن - منځ : چین له افغان امنیتي دفاعي ځواکونو سره د کرونا ضد طبي توکو او درملو مرسته کړې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د چین سفیر وانګ یي په ټویټر کې لیکلي، دا توکي پرون د چین د وسله وال پوځ په یوه پوځي الوتکه کې کابل ته ورسېدل. نوموړي زیاته کړې، یادې طبي مرستې یې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیرې یوسفزاده ته تسلیم کړې. سفیر ویلي، هېواد يې په هر سخت وخت کې له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دی او خپلو مرستو او همکاریو ته به دوام ورکوي. د یادونې ده، چین تر دې وړاندې هم یو ځل له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخنیوي په خطر د طبي توکو مرسته کړې وه. جمهورخبري آژانس:کابل