د جمهور خبري آژانس مرکز 20 حوت 1397 ساعت 13:44 http://jomhornews.com/ps/news/114332/ -------------------------------------------------- سرليک : ډاکتر عبدالسمیع حامد د ولسمشر ارشد مشاور وټاکل شو -------------------------------------------------- د ارګ سرچینې وايي، ډاکتر عبدالسمیع حامد یوه خارج رتبه بست کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ستر سلاکار په توګه ټاکل شوی دی. متن - منځ : د ارګ سرچینې وايي، ډاکتر عبدالسمیع حامد یوه خارج رتبه بست کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ستر سلاکار په توګه ټاکل شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې ډاکتر حامد د ولسمشر غني د یوه ځانګړي فرمان له مخې په دغه دنده ګمارل شوی دی. د ولسمشر په حکم کې راغلي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ مې فقر له حکم سره سم د ښاغلي حامد ګمارانه ورته منظوره ده. په دغه فرمان کې ویل شوي، چې ډاکتر عبدالسمیع حامد به د ولسمشر د ارشد مشاور په توګه د ملي امنیت شورا له غونډو پرته د کابیني، ولسمشرۍ د عالي شوراګانو او نورو غونډو کې برخه اخلي. جمهورخبري آژانس:کابل