د جمهور خبري آژانس مرکز 24 سرطان 1400 ساعت 11:38 http://jomhornews.com/ps/news/140838/ -------------------------------------------------- سرليک : لغمان کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ ۱۷ غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۱۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۱۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۳ مه ماښام مهال د نورګرام او الینګار تر منځ په خلیل آباد کلي کې رامنځ ته شوې ده. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، د طالبانو له لوري توغول شوې مرمۍ د ملکي وګړو په یوه کور لګېدلې ده. دی زیاتوي، چې په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. په ورته وخت د سیمې خلکو هم دا پېښه تایید کړې، وايي په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. که څه هم د لغمان د والي ویاند پړه پر طالبانو اچولې خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل