د جمهور خبري آژانس مرکز 7 قوس 1398 ساعت 9:14 http://jomhornews.com/ps/news/122612/ -------------------------------------------------- د امریکا د پوځ لوی درستیز: سرليک : د افغان سولې چانس د بل هر وخت په پرتله زیات شوي، ډېر ژر به خبرې پیل ښي -------------------------------------------------- د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، د افغان سولې چانس د بل هر وخت په پرتله زیات شوی او ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې مذاکرات پیل شي. متن - منځ : د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، د افغان سولې چانس د بل هر وخت په پرتله زیات شوی او ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې مذاکرات پیل شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال میلي، چې پرون چهارشنبې د لیندۍ ۶ مه کابل ته راغلی د طالبانو سره په نېږدې راتلونکې کې د کمیابه مذاکراتو هیله څرګنده کړې ده. نوموړي له خبریالانو سره خبرو کې ټینګار کړی، چې د افغانستان د سولې خبرو د کمیابېدو چانس د پخوا په پرتله زیات شوی او په نېږدې راتلونکې کې امکان لري. هغه په خپلو خبرو کې ویلي زما په فکر د سولې د خبرو نه د مثبته نتایجو چانس د پخوا په پرتله زیات دی او زه په افغانستان کې د تیرو ١٨ کلونو نه ښکیل یم، د لږې خوشبختۍ سره، مونږ به په لرې نه بلکه په نږدې راتلونکي کې کامیابه مذاکرات وکړو. خو زیاته کړې یې ده، چې په حقیقي ډول یوې مثبتې نتیجې ته د رسېدو لپاره کار پاتې دی. جنرال میلي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د خلیلزاد او طالب استازو تر منځ قطر کې پټې خبرې روانې وې. پخواني طالب چارواکي سید آکبر آغا پرون جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په دې خبرو کې ټول اختلافي ټکي حل شوي او خلیلزاد بېرته واشنګټن ته تللی، تر څو د مخکنیو توافقانامو د لاسلیک، د بین الافغاني خبرو د پیل او اوربند نېټه معلومه کړي. جمهورخبري آژانس:کابل