د جمهور خبري آژانس مرکز 29 دلو 1398 ساعت 9:14 http://jomhornews.com/ps/news/125114/ -------------------------------------------------- سرليک : د هرات د ابتدايي محکمې رییس وژل شوی دی -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د هرات ولایت د ابتدايي محکمې رییس قاضي عبدالرحیم عظیمي د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د هرات ولایت د ابتدايي محکمې رییس قاضي عبدالرحیم عظیمي د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی. د هرات د والي ویاند عبدالاحد ولي زاده جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه ځوان قاضي تېره شپه (د سلواغې ۲۹ مه) د هرات د انجیل ولسوالۍ د مرکز په شیدايي سیمه کې وژل شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې د هرات د ابتدايي محکمې رییس قاضي عبدالرحیم عظیمي د ماښام د لمانځه پر مهال د دوه موټر سایکل سپرو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی. د هرات د والي ویاند زیاتوي، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو یې د نیولو او قانون ته د سپارلو په اړه پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا او یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:هرات