د جمهور خبري آژانس مرکز 28 حوت 1397 ساعت 8:55 http://jomhornews.com/ps/news/114611/ -------------------------------------------------- سرليک : دفاع وزرات ومنله چې بادغیس کې ۵۸ سرحدي سرتېري طالبانو برمته کړي -------------------------------------------------- ملي دفاع وزارت د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د ۵۸ پوله ساتو سرتېرو د برمته کېدو پخلی وکړ. متن - منځ : ملي دفاع وزارت د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د ۵۸ پوله ساتو سرتېرو د برمته کېدو پخلی وکړ. د جمهور آژانس د خبر له مخې درې ورځې مخکې وسله والو طالبانو په یاده ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل. هغه مهال ویل کېږي، چې لسګونه سرتېري وسله والو طالبانو برمته کړي، او لسګونه نور ترکمنستان ته اوښتی، چې د تور غنډۍ بندر له لارې بېرته افغانستان ته رستانه شوي دي. د دفاع وزارت ویاند قیس منګل په بالامرغاب کې پر افغان ځواکونو د طالبانو د برید او په کې د ۵۶ سرتېرو د برمته کېدو پخلی کړی دی. هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په دغه جګړه کې طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي، خو ۵۸ سرتېري د دښمن له خوا یرغمل شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه سرتېرو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي، خو تر اوسه دغه سرتېري نه دي خوشي شوي. جمهورخبري آژانس:کابل