د جمهور خبري آژانس مرکز 25 ثور 1401 ساعت 10:45 http://jomhornews.com/ps/news/150512/ -------------------------------------------------- سرليک : د افغانستان ټولو صرافانو کاري اعتصاب پیل کړ -------------------------------------------------- د صرافانو سرتاسري ټولنې د افغانستان بانک د نوې طرحې په غبرګون کې په ټول هیواد کې کاري اعتصاب پيل کړی دی. متن - منځ : د صرافانو سرتاسري ټولنې د افغانستان بانک د نوې طرحې په غبرګون کې په ټول هیواد کې کاري اعتصاب پيل کړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې صرافانو دغه اعتصاب نن یکشنبه دغوايي ۲۵ پیل کړی او د بانک وروستۍ اقدام یې غیر منصفانه بللی دی. د صرافانو ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي،د افغانستان بانک په شرایطو د کاري جوازونو اخیستل د صرافانو له توان څخه پورته دي. د افغانستان بانک د پولي خدماتو شرکتونو او صرافانو لپاره نهه شرایط وضعه کړي دي. د یادو شرایطو څخه هم په لوی ښارونو کې کې د صرافۍ جواز اخیستونکی باید ۵۰ میلیون افغانۍ مالي منابع ولري. د افغانستان صرافانو ټولنه وايي، د رامنځته شوي ستونزې د هواري په هدف یې زیاتې هڅې کړي، خو وايي چې غږ یې نه اورېدل کیږي. د صرافانو په پرېکړه لیک کې راغليټولو صرافانو پرېکړه وکړه چې خپل فعالیتونه د مشکلاتو تر حل پوري بند کړي. دوی ویلي چې رامنځته شوې ستونزه باید له صرافانو سره په مشوره هواره شي خو د افغانستان بانک تر دا مهاله د صرافانو د کاري اعتصاب په اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل