د جمهور خبري آژانس مرکز 12 قوس 1398 ساعت 9:54 http://jomhornews.com/ps/news/122748/ -------------------------------------------------- پیرز کزالي: سرليک : ناټو به افغانستان کې په خپل ماموریت ټینګار وکړي، طالبان باید ځینې مسایل ومني -------------------------------------------------- د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرزکزالي وايي، د ناټو غړو هېوادونو مشران به د نورو مسایلو تر څنګ له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هم خبرې وکړي. متن - منځ : د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرزکزالي وايي، د ناټو غړو هېوادونو مشران به د نورو مسایلو تر څنګ له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هم خبرې وکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، په دغه غونډه کې به ناټو په افغانستان کې د خپل روزنیز ماموریت په ملاتړ او دوام هم ټینګار وکړي. د هغه په وینا د ناټو یوه هڅه دا ده، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت د پراختیا مخینوی وکړي او دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي. نوموړي دا هم ویلي، چې ناټو په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې طالبانو د خبرو مېز ته حاضر شي. دی وایي، مهمه دا ده، چې طالبان په رښتینې ما د سولې د مذاکراتو لپاره حاضر شي، جوړجاړی وکړي او ځینې مسایل ومني. د ناټو مرستیال ویاند زیاتوي، چې که داسې وشي نو د سولې د موافقې لپاره به ښه زمینه برابره شي. د یادونې ده، چې د ناټو د غړو هېوادونو مشران سبا چهارشنبې د لیندۍ ۱۳ مه لندن کې سره راغونډ او دوه ورځې به پر یو لړ نړیوالو مسایلو خبرې اترې وکړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دغه غونډې ته ور روان شوی او وايي، د ناستې په څنډو کې به د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره وګوري. جمهورآژانس:کابل