د جمهور خبري آژانس مرکز 26 اسد 1398 ساعت 8:30 http://jomhornews.com/ps/news/119445/ -------------------------------------------------- سرليک : د امریکا او طالبانو هوکړه نهايي شوې، ټرمپ له خپلو سلاکارانو سره پرې خبرې کوي -------------------------------------------------- راپورونه وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق لیک وروستی شوی او دا مهال ټرمپ له خپلو لوړ پوړو پوځي چارواکو، سیاسي او امنیتي سلاکارانو سره پرې خبرې کوي. متن - منځ : راپورونه وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق لیک وروستی شوی او دا مهال ټرمپ له خپلو لوړ پوړو پوځي چارواکو، سیاسي او امنیتي سلاکارانو سره پرې خبرې کوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي ټرمپ به په دې اړه د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو، د ملي امنیت سلاکار جان بولټون، دفاع وزیر مارک اسپر او د امریکا لوی درستیز جوزف ډانفورد سره غونده ولري. سي اېن اېن تلوېزیون ته د یادې جوړېدونکې ناستې دوه باخبره سرچینو ویلي، د ټرمپ او یادو لوړ پوړو چارواکو د لیدنې اصلي هدف به د افغانستان او د هغې طرحې په اړه خبرې وي، چې د افغانستان د سولې لپاره برابره شوې ده. یادو سرچینو ټینګار کړی، چې ټاکل شوې په نېږدې ورځو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق هم د دواړو لورو د استازو تر منځ لاسلیک شي. خو په ورته وخت کې ځینې سرچینې بیا دا وايي، چې دواړه لوری به په جلا جلا توګه د سولې هوکره لیک لاسلیک کړي. دغه راز د سي اېن اېن په راپور کې دا هم ویل شوی، چې د یاد تړون پر بنسټ به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۱۵ زره و ۸ او یا هم ۹ زرو ته راټیټ کړی شي. جمهورخبري آژانس:کابل