د جمهور خبري آژانس مرکز 17 میزان 1397 ساعت 10:03 http://jomhornews.com/ps/news/109040/ -------------------------------------------------- سرليک : اروپايي ټولنه: د افغانستان د ټاکنو بهیر په جدي توګه څارو -------------------------------------------------- په کابل کې د اروپايي ټولنې استازی پي یردمیودان وايي، اروپايي ټولنه د افغانستان د ټاکنو بهیر جدي څاري او هڅه کوي چې دا ټاکنې له تېرو هغو توپیر ولري. متن - منځ : په کابل کې د اروپايي ټولنې استازی پي یردمیودان وايي، اروپايي ټولنه د افغانستان د ټاکنو بهیر جدي څاري او هڅه کوي چې دا ټاکنې له تېرو هغو توپیر ولري. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې پي یردمیودان له بي بي سي سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې له اروپايي هېوادونو پوهان او د ټاکنو په برخه کې تجربه لرونکي کسان افغانستان ته راغلي دي او دوی به په دې برخه کې مشورې ورکوي. نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنو د روڼتیا لپاره له سیاسي ډلو، رسنیو او مدني ټولنو سره خبرې کوي او اروپايي ټولنه د ټاکنو په ورځ او له هغه وروسته همکارۍ ته چمتو ده. یردمیودان د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته، چې ټاکل شوې ده راتلونکی پسرلی وشي، په اشارې ویلي، د دې دواړو ټاکنو داسي ازاد او روڼ ترسراوی غواړي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وي. د اروپايي ټولنې استازی دغه راز هیله څرګنده کړې چې سیاسي ګوندونه یوازې د ټاکنو پر بهیر نیوکه ونه کړي، بلکې دا بهیر وڅاري. پي یردمیودان د افغانستان پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنې د افغانانو لپاره مهمې بولي او زیاتوي چې ځواکمن سیاسي بنسټونه په تېره د افغان سولې بهیر لپاره مهم دي. جمهورخبري آژانس:کابل