د جمهور خبري آژانس مرکز 7 دلو 1398 ساعت 11:29 http://jomhornews.com/ps/news/124449/ -------------------------------------------------- سرليک : یاماماتو او کابل کې د چین سفیر پر افغان سوله خبرې کړې -------------------------------------------------- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو او کابل کې د چین سفیر وانګ یو پر افغان سوله خبرې کړې دي. متن - منځ : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو او کابل کې د چین سفیر وانګ یو پر افغان سوله خبرې کړې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي یاماماتو او ښاغلي یو پرون یکشنبې د سلواغې ۶ مه ناوخته کابل کې سره کتلي دي. په کابل کې د چین سفیر ویلي دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي او ژمنه یې کړې، چې د سولې په نویو پرمختګونو کې به هم خپلې همکارۍ ته ادامه ورکړي. نوموړي زیاته کړې، چین د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهم بولي. جمهورخبري آژانس:کابل