د جمهور خبري آژانس مرکز 12 جوزا 1398 ساعت 12:01 http://jomhornews.com/ps/news/117005/ -------------------------------------------------- سرليک : د جلال آباد لپاره د داعش د جلب و جذب مسوول وژل شوی دی -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، پولیس د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د داعش ترهګرۍ ډلې د جلب او جذب مسوول وژلی دی. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، پولیس د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د داعش ترهګرۍ ډلې د جلب او جذب مسوول وژلی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه داعشي مسوول پرون شنبې د غبرګولي ۱۱ مه ماښام مهال د پولیسو په یوه سیار چیک پوسټ کې وژل شوی دی. د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، وژل شویو داعشي نجیب الله د محمد نعیم زوی او د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د حافظانو د کلي اوسېدونکی وو. والي زیاتوي، داعشي نجیب الله د ندیم په نوم شهرت درلود او په جلال اباد ښار کې د داعش د جلب وجذب مسوول او هم په ترورستي پيښو کې لاس درلود. نوموړی وایيو دغه کس په یو سیار چیک پوست کې مخکې له دې چې پولیسو باندې د ریکشا نه ډزې وکړي، پولیسو وواژه. تر اوسه داعش په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل