د جمهور خبري آژانس مرکز 5 سرطان 1398 ساعت 10:22 http://jomhornews.com/ps/news/117708/ -------------------------------------------------- سرليک : افغانستان کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي -------------------------------------------------- د ناټو په چوکات کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، دوه امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي. متن - منځ : د ناټو په چوکات کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، دوه امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د غوڅ ملاتړ ماموریت نن چهارشنبې د جون ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې د دغه دوه امریکايي پوځیانو د وژل کېدو پخلی کړی دی. خو دا یې نه دي ویلي، چې دا پوځیان د افغانستان په کوم ولایت، څه وخت او څه ډول پېښه کې وژل شوي دي. په ورته وخت کې وسله والو طالبانو ویلي، چې دوی د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې دوه امریکايي سرتېري وژلي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوټېر لیکلي، چې یاد امریکایي سرتېري د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوي دي. جمهورخبري آژانس:کابل